د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې چې نن خپور شو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۲ ولایتونو کې سږ کال د کوکنارو د کښت زیاتوالی ښیی
|
د یوې نظر پوښتنې په پایله کې چې د ډموکراسي انټرنشنل موسسې له خوا او د تحقیق او پالیسي د ملي مرکز په همکاري تر سره شوې ده ښیی چې ۸۰ سلنه خلک غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
|
پنجشنبه د وري ۲۲ ، ۱۳۹۲: لرغونی غزنی ښار د یولړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه په رسمي توګه ونومول شو. په دغو مراسمو کې یو شمیر حکومتي مقاماتو، بهرنیو میلمنو او بیلابیلو ولایتونو څخه زیات شمیر خلکو ګډون کړی وو.
|
د افغانستان د کرېکیټ ملي لوبډله د آسیا په شل اوریزو لوبو کې نن چهار شنبه نیپال ته په پایلوبه کې ماته ورکړه. په دې لوبه کې افغان لوبډله ډیره پیاوړې ثابته شوه او دا څلورم ځل دی چې افغان ملي لوبډله د اسیا د کرکټ د شل اوریزو سیالیو اتلولي هیواد ته راوړي. د لوبې پچه لومړی افغانستان وګټه چې د نیپال کرکټ لوبډله یی بیټنګ ته راوبلله.
|
پنجشنبه د وري د میاشتې ۸: د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ګڼ شمیر افغان ښځو په ګډون د ښځو نړیواله ورځ په شانداره مراسمو سره ونمانځله.
|
امنيت شورا دغه پرېکړه تیره ورځ په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې پر مهال وکړه.
|
د کب د میاشې ۳۰ مه نیټه، کال ۱۳۹۱ - په داسی حال کی چې افغانان د نوي کال په ویاړ د جشن لپاره سره را غونډیږي، غواړم تاسې ته د دې نوي کال لپاره خپلې نیکې هیلې وړاندې کړم او د هغه پرمختګ په اړه مبارکي ووایم چې تر اوسه پورې مو د سولې او ټیکاو په لار کې تر لاسه کړی.
|
د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې چې پرون تر سره شوه اصلي موضوع وه
|
د کال په دغه ځانګړي وخت کې د نړۍ له ډیرو بیلا بیلو سیمو څخه خلک د نوي کال د جشن د نمانځلو لپاره سره راغونډیږي، د لویو ځواکونو هغه جشن، چې موږ سره یو ځای کوي.
|
چهار شنبه د کب ۲۳: د ملګرو ملتونو تربیتې،علمي او فرهنګي اداره (یونسکو) به د ایتالیا له دولت څخه د لرغونو اثارو د بیا رغولو په برخه کې د پروژو د پلي کولو لپاره ۱،۲ ملیونه ډالره مرستې تر لاسه کړي.
|
|
|